په کندهار دسولې او اوربند په ملاتړ غونډه ترسره شوه

comments 0

2 Views

هندوکش- کندهار: په کندهار ولایت کې دیني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو،مدني فعالانو او دیاد ولایت اوسیدونکو دیوې جوړې شوې سترې ناستې په ترڅ کې دسولې او اوربند ملاتړ کړی او دجګړې له ښکیلو لوریو په ځانګړي په طالبانو یې غږ کړی، چې دسولې په ملي پروسه کې له امریکانو سره په کړو ژمنو عمل وکړئ.
د غونډې ګډونوالو دسولې ملي پروسې دملاتړ سربېره داوسني نظام ملاتړ وکړ.
په یاده غونډه کې دیني عالمانو دسولې په ارزښت او په نوموړې پروسه کې د دیني عالمانو په ونډه هم خبرې اترې وکړې.
دوی وایي،سوله دهر افغان ستره هیله او غوښتنه ده،نو باید دجګړې ښکیل لوري د ولسونو غوښتنو او هیلو ته بشپړ درناوی ولري او په پوره کیدو کې یې پراخې هلې ځلې وکړي. دوی همدا راز دسولې په ملي پروسه کې دافغان حکومت دریځ ستایلي او له طالبانو یې غوښتي دي، چې دافغان حکومت په څیر نرم دریځ خپل کړي.
عبدالله اچکزی

Share this page to Telegram

Comments