په کندهارکې ۶۰ تنه ملي پولیسو له ۲ میاشتنیو زده کړو وروسته دفراغت سندونه ترلاسه کړل

comments 0

6 Views

هندوکش – کندهار: دارزګان ولایت ۶۰ تنه ځوانان په کندهار ولایت کې دجنرال عبدالرازق له پوځي اکاډمۍ څخه له ۲ میاشتو زده کړو وروسته دفراغت سندونه ترلاسه کړل،نوموړي فارغ شوي افسران به دارزګان ولایت په بیلا بیلو ولسوالیو کې خپلو دندو ته ستانه شي اوخپلو ولسونو ته به ښه او ډاډمن امنیت خوندي کولو لپاره دنده ترسره کړي.
یاده دې وي چې له نوموړې پوځي اکاډمۍ څخه تراوسه ۱۰۰۰تنه افسرانو دفراغت سندونه ترسره کړي دي.
ننګیالي کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments