په کندهارولایت کې ۱۹ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: په کندهار ولایت کې دافغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۹ تنو وسلوال طالبان وژ ل شوي او ۱۴تنه نور په کې ټپیان شوي دي.
دکندهار ځايي چارواکي وايي، چې تیره شپه دافغان ځواکونو په عملیاتو کې د۱۹ طالب وسلوالو په وژل کیدو او د۱۴وسلوالو په ټپي کیدو سربیره دطالبانودوسلو او مهماتو یوه زیرمه، چې په کې ډول، ډول سپکې اودرنې وسلې شاملې دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دیاودنې وړ ده، چې په یادوبریدونو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
ننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments