په کندز کې ۴۱وسلوال طالبان وژل شوي دي

comments 0

4590 Views

هندوکش – کندز: په کندز ولایت کې دافغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې دیوه لوړپوړي طالب قوماندان په ګډون ۴۱ طالبان وژل شوي دي.
دکندز امنیتي چارواکي وايي، چې په تیره یوه میاشت کې دافغان ځواکونو په عملیاتو کې ۴۱ طالبان دکندز په مختلفو ولسوالیو کې وژل شوي دي.
دکندز سیمه ایز اوسیدونکي وايي،چې افغان ځواکونو په عملیاتو سره دکندز په امنیت کې خورا ښه والي راغلي،افغان ځواکونو دې دوسلوالو طالبانو په وړاندې عملیات پراخ کړي، ترڅو سیمې د طالبانو له شتون څخه پاکې کړي.
دکندز اوسیدونکي زیاتوي،چې مونږ په بشپړه توګه دافغان ځواکونو ترشا ولاړیواو په هرنوع حالاتو کې یې ملاتړی يو.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments