په کندز کې ۴تنه طالبان ووژل شول

comments 0

2429 Views

هندوکش – کندز: دملي اردو ځانګړو ځواکونو دکندز ولایت په مر کز اړوند سیمو کې تصفیوي علمیات پیل کړي دي، چې په ترڅ کې يې ۴تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۲تنه طالبان ټپیان دي.
ځايی چارواکي وايي، چې په ترسره شوو عملیاتو کې دطالبانو د وسلو او مهماتو یوه ډیپوه، چې په کې ډول،ډول وسلې اومهمات شامل وو،هم له منځه تللې ده.
چارواکي وايي، چې په کندز ولایت کې دملي اردو ځانګړو ځواکونو له خوا لاهم تصفیوي عملیات روان دي ترڅو دکندز ټولې سیمې دطالبانو له شتون څخه په بشپړ ډول پاکې کړي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments