په کندز کې ۳۱تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش ــ کندز: د کندز ولایت ځايي چارواکي وايي، چې د افغان ځانګړو ځواکونو په تیرو ۱۰ ورځو عملیاتو په پایله کې ۳۱تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د ځايي چارواکو له قوله په ترسره شوو عملیاتو کې د ۳۱تنو طالب وسلوالو په وژل کیدو سربېره ګن شمیر کلي هم د طالبانو له شتون څخه پاک کړي دي.
بل لوري د کندز ولایت اوسیدونکي له افغان ځواکونو غواړي، چې د طالبانو په وړاندې دې عملیات لا پراخ کړي ترڅو په بشپړ ډول یاد ولایت دوسلوالو له فعالیت څخه پاک شي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments