په کندز کې ۱۷ تنه دنشه يي توکو قاچاق وړونکي نیول شوي دي

comments 0

4 Views

هندوکش-کندز: په کندز کې دنشه يې توکو پروړاندې دمبارزې پولیسو ۱۷ تنه قاچاقبران له یو شمیر وسلو او مهماتو سره نیولي دي،دکندز امنیه قوماندانۍ وايي، چې دکندزا دنشه یي توکو پر ضد دمبارزې پولیسو دیو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۱۷ تنه دنشه یي توکو قاچاق کوونکي له شته وسلو سره یوځاي نیول شوي دي.
دامنیه قوماندانۍ ویاند وايي، چې دکندز پولیس توانیدلي دي، چې په مختلفو برخو کې لاسته راوړني لري، نوموړي دکندز اوسیدونکو څخه غواړي چې له پولیسو سره په بشپړ ډول همکاري وکړي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments