په کندز کې طالبانو د يو ځوان پیسې لوټلي او بیا يي وژلی

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کندز: دکندز مرکز ته څيرمه وړمه شپه طالبانو يو ځوان لومړی له کوره ويستلی، پیسې يي ترې اخيستي دي او بیا يي وژلی دی.

پيښه د کندز ښار د جرګذر په سيمه کې شوې ده.

د سیمې خلکو هندوکش ته ويلي دي چې دا ځوان نوی له ایران څخه هیواد ته را ستون شوی وو او يو لک شل زره افغانۍ يي درلودې.

بلخوا د نوموړي نیږدې خپلوان وايي چې د شپې ناوخته ددوی کورته د طالبانو د راتګ پر مهال دوی لومړی يو تن پيژندلی چې د سیمه ایزې جرګې پر بنسټ هغه اقرار کړی چې دا کار يي د خپل قومندان قاری نصرت په امر کړی دی او شپږ تنه نورهم ورسره وو.

د شپږو نورو هویت نه دی رسنیز شوی ولې د سيمې خلک وايي چې طالبانو دې مظلومې کورنۍ ته د لس لکه افغانيو وړاندیز کړی دی څو قاتلین وبښي او له دې قضيي تیر شي.

د سیمې خلک وايي چې دوی کورنۍ ډيره هڅولې څو رسمي اداراتو ده مراجعه وکړي ولې تر اوسه دا کار نه دی شوی.

خو د سيمې خلک وايي چې دوی ته د قاتلینو بښڼه د منلو نه ده او هرڅنګه چې کيږي باید دا شپږ واړه د دوی د قومندان قاري نصرت په  ګډون و وژل شي.

ياده دې وي چې د   کلیوالو سیمو خلک تل  د طالبانو له شوکمارۍ کورونو ته له لويدو او ځورونو سرټکوي.

محمد خان مدني ـ کندز

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply