په کندز کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – کندز: کندوز ولایت کې د افغان کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې تر اوسه پورې ۷۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي د افغان کمانډو ځواکونو د کندوز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عملیات تر سره کړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه ۱۰ ځانګړو عملیاتو کې لږ تر لږه ۵۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې په عملیاتو کې د چاوېدونکو توکو څلور زېرمې او دغه زار د طالبانو ۶۰ بابه کلکې خځې هم له منځه وړل شوې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments