په کندز کې سوداګر دافغان ځواکونوله عملیاتو خوښ دي

comments 0

59 Views

هندوکش – کندز: دهېواد په شمال کندز کې سوداګر دافغان ځواکونو له عملیاتو خوښ دي اووايي ، کله چې طالبانو کندز ولایت ته سقوط ورکړ،مونږ مجبور شو،چې خپله پانګه اوسرمایه نورو ولایتونو ته انتقال کړو،خو کله چې افغان ځواکونو کندز دبیاځلي لپاره په خپله ولکه کې واخیست او خلکو ته یې دامنیت ډاډ ورکړ،سوداګرو بیرته خپله پانګه کندز ته انتقال کړه او همدلته یې په مختلفو برخو کې پانګونه وکړه.
په کندز کې دحاجي غلام نبي په نوم یو سوداګر چې څه موده کیږي، په کندز کې یې دپلاستیک یوه فابریکه پرانستې ده، نوموړي له خپله کاره خوښ دي،اوله افغان ځواکونو خوښ دي، چې دتل لپاره دولس او هېواد ساتنه کوي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments