په کندز کې سلګونه کومانډو ځواکونه ځای پرځای شوي

comments 0

29 Views

هندوکش ـ کندز: د کندز امنیتي چارواکي ویلي، چې سلګونه تازه نفس کومانډويي ځواکونه پرون شپه د کندز په مرکزي سيمو او ولسواليو کې ځای پرځای شوي دي.
د چارواکو په خبره، دغه کومانډويي ځواکونه به ډېر ژر د پلان په مطابق د طالبانو د ځپلو لپاره خپلې ځمکني او هوايي عمليات پيل کړي.
کندز ولایت کې تازه نفس کومانډويي ځواکونه په داسې حال ځای پرځای کيږي چې نن د دفاع وزارت هم اعلان وکړ چې په تېرو څلوروېشتو ساعتونوکې ۱۱۶ طالب جنګيالي د امنيتی ځواکونو پر لاس وژل شوي دي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments