په کندز کې د ملي پوځ په عملیاتو کې ۱۳ طالب ترهګر وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کندز: د چهاردرې ولسوالۍ په سجاني علیا کلی کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۳ طالب ترهګر وژل شوي دي.

په وژل شویو کې د دوی يو مهم قومندا ملاعبدالغفور هم شامل دی.

په دې عملیاتو کې د ترهګرو د وسلو يو ستر ډيپو هم له منځه وړل شوی دی.

په عملیاتو کې د طالب ترهګرو څو موټرې او موټرسايکلونه هم له منځه وړل شوي دي.

ياده دې وي چې په کندز کې په وروستیو کې عملیاتو زور اخيستی دی او په تیرو څو ورځو پکې لسګونو طالب ترهګر وژل شوي دي.

د کندز ځايي خلک هم د عملیاتو له کولو خوښ دي او دو په دې عملیاتو کې د ځانګړو افغان ځواکونو سرښندنه او ميړانه ستايي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *