په کندز کې د طالبانو ځاي پرځای شوي ماین کې پنځلس ملکیان وژلي شوي دي

comments 0

350 Views

هندوکش – کندز: په کندز کې د سیمې اوسیدونکي وایي چې، د طالبانو د سرک غاړې ماین پنځلس ملکي کسان وژلي او ګن شمیر نور یې ټپیان کړي دي. د کورنیو چارو وزارت یاده پیښه تاییدوي او وایي چې، پېښه تېر ماښام د امام صاحب ولسوالۍ په امام الدین څلور لارې کې شوې ده. د سیمې خلکو په وینا، وژل شوي کسان چې پکې ډیرې ماشومان او ښځې شامل دي یو واده مراسمو ته روان شو چې د طالبانو پر ځای پرځای شوي ماین برابر شوي او وژل شوي دي. سرچینه زیاتوي، دغه کسان د واده مراسمو ته روان و چې موټر یې د سړک غاړې ته ځای پر ځای شوي ماین ور برابر شوی دی. په پېښه کې پنځلس کسه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. په وژل شوو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي دا د طالبانو کاردی او دا اول ځل نه دی چی د سړک غاړی ماین چاودنو کی ملکیان وژل کیږی د افغانستان په هرولایت کي ترهګروطالبانو په خپلو چاودنوکی ملکیان وژلي دی. نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments