په کندز کې د طالبانو خپلمنځي نښتو له امله ګن شمیر کورنی بیځایه شوي دي

comments 0

25 Views

هندوکش – کندز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ اداره “اوچا” وايي چې په کندز کې د طالبانو خپلمنځي جګړو له کبله ۷،۵۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.
د دې ادارې په خبرپاڼه کې چې د اګسټ په ۲۵مه خپره شوه، لیکل شوي چې ډېرې کورنۍ د کندز په ښار او د خان‌اباد او امام صاحب په ولسوالیو کې بې‌ځایه شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې جګړه د طالبانو ددو ډلو ترمنځ رامنځته شوې چې ډیرې خلک له یوه ځایه بل ځای ته کوچیدلي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان د دې ادارې په وینا، جګړه اوس‌مهال د امام صاحب په ولسوالۍ کې ډېره ګرمه ده او له دې کبله ممکنه ده چې نور ډېر خلک بې‌ځایه او بې‌کوره شي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د وضعیت د کتنې او څارنې ۱۷ ډلې کندز ښار ته تللي او نن د اګسټ په ۲۶مه به‌یې د څارونکو ۶ ډلې خان‌اباد او امام صاحب ته واستول شي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هلمند کې د طالبانو دوو ډلو ترمنځ د عایداتو پر سر نښتې هم رامنځته شوي چې له امله یې ګن شمیر طالبان وژل شوي هم دي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments