په کندز کې د طالبانو الفتحې عملیات خالد عملیاتو ته په ګونډو شو

comments 0

10 Views

هندوکش – کندز: په کندز کې سیمه ییز چارواکي وایي چې، د طالبانو هغه عملیات چې د کندز نیولو په موخه یې پیل کړي وول په شاوهل شوي او طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د چارواکو په وینا،چې تېرې ورځې را په دې خوا د کندز ښار د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د نښتو شاهد و ، د نوموړي په خبره په یاده نښته کې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده که کره شمېر یې نه دی معلوم .

بل پلو نن سهار اووه بجې د کندز ښار او چهادرې ولسوالۍ تر منځ غزېدلي سرک په دوبندي سیمه کې د ملکیانو په یوه موټر د طالبانو د ماین چاودنې په پېښه کې یوه ماشوم او د هغې مور وژل شوي او دوه تنه نور ملکیان ټپیان شوي دي

د کندز رسنیز دفتر ویلي چې تېره شپه طالبانو د کندز ښار په څنډو زرخرید او چرخاب سیمو کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې د نښتې سره سم سیمې ته تازه دمي سرتېري رسېدلي او د وسله والو طالبانو بریدونه یې په شاه تنبولي دي ، خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې په نښتو کې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې خو تر اوسه یې له دوی سره کره شمېره په لاس کې نشته .

د خبر پاڼې له مخې  اوس د کندز ښار کې نسبي ارامۍ رامنځته شوې ده او دوکانونه او هټۍ خلاصې دي او د خلکو تګ را تګ پیل شوی دی .

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ طالبانو په ټول افغانستان کې د الفتح په نوم د عملیاتو اعلان وکړ، چې له کبله یې په یو شمېر ولایتونو کې د نښتو راپورونه هم ورکړل شوي دي .

نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments