په کندز کې د طالبانودسرې قطعې یو فعال غړي ونیول شو

comments 0

1 Views

هندوکش – کندز: دکندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې دملي امنیت ځانکړو ځواکونو په عملیاتو کې دطالبانو دسرې قطعې یو فعال غړی ونیول شو.
دکندزولایت امنیه قوماندانۍ ویاند سرور حسیني وايي،نیول شوي کس په کندز او تخار ولایتونو کې ترهګریزې کړنې ترسره کولې او په یادوولایتونو کې یې له افغان ځواکونو سره جګړه کوله.
نوموړي زیاتوي دیادکس په نیول کیدوسره به دکندز ولایت په امنیتي وضعیت کې دپام وړ تغیرات راشي.
بل لوري دکندز اوسیدونکي دافغان ځواکونو هڅې کړنې ستاي او وایي افغان ځواکونو دې طالبانو په وړاندې عملیات لاپراخ کړي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments