په کندز کې د افغان امنتي ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې 32 طالب غړي نیول شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کندز: په کندز کې افغان امنتي چارواکي وایي چې د یادو ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې د دولت ضد طالب وسله والې ډلې 32 کسان اسیران شوي او ګن شمیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د چارواکو په وینا، نیم ساعت دمخه ۳۲ طالبان له وسلو سره یوځاې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
چارواکي وایي، دغه ۳۲ طالبان په یو درې پوړیز کور کې راټول شوي و او غوښتل يې چې د ملي اردو په بیز برید وکړي خو افغان ځواکونو پرې وار ړومبی کړ چې هغوی مجبور شول خپلې وسلې په ځمکه کیدي
د کندز ښار د زاخیلو له سیمې بل خبر دا دری چې د طالبانو جسدونه د جنګ په میدان پاتی دي
دا په داسې حال کې ده چې، یو ساعت مخکی هم افغان هوايي قواو د کندز ښار مربوطاتو کې بمبار کړی دی چې په نتیجه کې يې ۲۶ طالبان هلاک شوي هم دي
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments