په کندز کې دطالبانو دوه مهم غړي وژل شوي دي

comments 0

2778 Views

هندوکش – کندز: تیره شپه دکندز ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو په عملیاتو کې ۲ طالب قوماندانان وژل شوي دي
. د۲۱۷ پامیر قول اردو ویاند غلام حضرت کریم وايي : چې نوموړي علمیات تیره شپه دکندز ولایت په چهاردرې ولسوالۍ دپوپلزاي په کلي کې ترسره شوي دي چې په پایله کې دفضل الله او مصطفي په نوم دطالب وسلوالو ۲ مهم قوماندانان وژل شوي دي.
په یادو عملیاتو کې یوه سراچه ډوله موټر اودطالب وسلوالو دوسلو اومهماتو یوه مهمه زیرمه هم له منځه تللې ده.
دکندز اوسیدونکي وايي چې حکومت دې دې ورته نور عملیات ترسره کړي ترڅو سیمې دطالبانو له شتون څخه پاکې شي ، دوي همداراز زیاتوي چې دکندز ولسونه دافغان ځواکونو ترشا ولاړ دي او ملاتړ ترې کوي.
نجیبه سروری

Share this page to Telegram

Comments