په کندز کې تازه دمي ځای پر ځای شويو کومانډو ځواکونو ۲۱ وسلوال طالبان ووژل

comments 0

131 Views

هندوکش ـ کندز: ملي دفاع وزارت ادعا کوي، چې د کندوز په امام صېب ولسوالۍ کې يې د وسلوالې نښتې پرمهال ۲۱ تنه وسلوال طالبان وژلي دي.
دې وزارت د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره زياته کړې، چې دغه شمېر طالبان کندوز ته د کومانډو ځواکونو له رسېدو سره سم وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې په وژل شويو وسلوالو طالبانو کې د قاري احمدي او حقاني په نوم دوه تنه د يادې ډلې مهم سرګروپان هم شامل دي.
ملي دفاع وزارت تېره شپه د کندوز امنيتي وضعيت ښه مديريت کولو په موخه دې ولايت ته د کومانډو ځواکونو د رسېدو خبر ورکړ.
کومانډو ځواکونه داسې مهال کندوز ته رسيدلي چې په دې وروستيو کې وسلوالو طالبانو د دغه ولايت په يو شمېر سيمو کې بيا جګړه ګرمه کړې ده.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments