په کندز ولایت کې ۷ تنه وسلوال طالبان وژل شوي

comments 0

31 Views

هندوکش ـ کندز: ملي دفاع وزارت د ېوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، چې وسلوالو طالبانو تیره شپه ناوخته د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کمین افغان سیمه کې د افغان ځواکونو په پوستو د برید پلان درلود، چې د افغان هوایي او ځمکنيو ځواکونو له برید لاندې راغلل او په پایله کې ۷ تنه وسلوال ووژل او ۴ تنه نور ټپیان شول.
چارواکي وایي، چې په ترسره شوو عملیاتو کې طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې سربېره د طالبانو یو پټنځای هم له منځه یوړل شو.
په ورته مهال کې د کندز ولایت ډیری اوسیدونکو د افغان ځواکونو کړنې ستایلی او د طالبانو پرضد یې د پراخو عملیاتو د پیل غوښتنه کړې.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments