په کندز ولایت کې ۴ تنه طالبان د خپل ماین په چاودنه کې ووژل شول

comments 0

9 Views

هندوکش ـ کندز: د ۲۱۷ پامیر قول اردوله مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې تیره ورځ د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو له لوري د ځای پرځای شوي ماین په چاودنه کې ۴ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي دي، چې یاد وسلوال هغه مهال ووژل شول، چې غوښتل یې د افغان ځواکونو او ولسي وګړته د سړک پرغاړه ماینونه ځای پرځای کړي، چې په نتیجه کې ماین پرې چاودنه کړې او۴ تنه طالبان ووژل شول.
بل لوري د یاد ولایت ځايي اوسیدونکي وایي، چې نور د طالبانو له ظلمونو او باج ګیریو څخه په تنګ رغلي یوو.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments