په کندز ولایت کې ۱۷ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي

comments 0

19 Views

هندوکش ـ کندز: د کندز ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو تیره شپه د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په پوستو بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې د طالبانو د برید په شا وتمبول شو او په پایله کې ۱۷تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې د طالبانو او افغان ځواکونو په نښته کې د ۱۷ تنو طالبانو په وژل کیدو سربیره ۸ تنه وسلوال طالبان ټپيان شوي دي.
دوي وايي، چې په یاده نښته کې د طالبانو ۲ پوځي قرار ګاوي هم له منځه تللې دي.
په ورته وخت کې د کندز ولایت اوسیدونکو د طالبانو کړنې غندلې او له طالبانو یې غوښتي دي، چې له جګړې لاس واخلئ او سولې ته غاړه کیږدئ.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments