په کندز ولایت کې د طالبانو ماین چاودنې ولسو وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

1878 Views

هندوکش ـ کندز: د کندز ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو د کندز ولایت علي اباد ولسوالۍ کې د سړک پرغاړه ماینونه ځاي پر ځاي کړی و، چې په پایله کې ماین چاودنه کړې ۲ تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
د کندز ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند هجرت الله اکبري وايي، چې وسلوال طالبان هڅه کوي په عامه ځایونه کې ماینونه ځای پرځاي کوي او ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.
په عین حال کې د کندز ولایت اوسیدونکو له طالبانو وغوښتل، چې د بې ګناه افغانانو له وژلو څخه لاس په سرشئ او د سولې لاره غوره کړئ.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments