په کندز ولایت کې د سولې او اوربند په ملاتړ غونډه ترسره شو

comments 0

44 Views

هندوکش ـ کندز: په کندز ولایت کې سلګونو میرمنو او د ښوونځیو زده کوونکو د یوې جوړې شوې ناستې په ترڅ کې د سولې او اوربند غوښتنه کړې او د جګړې له ښکیلو خواو څخه یې غوښتي دي، چې تاوتریخوالی پای ته ورسوئ.
په یاده غونډه کې هغو ماشومانو هم ګډون کړی و، چې پلرونه یې په روانه جګړه کې له لاسه ورکړي وو.
دوی همدا راز د جګړې په ښکیلو طرفونو په ځانګړي ډول له طالبانو غوښتنه کړې، چې نور له تاوتریخوالي څخه لاس واخلئ او روانې جګړې ته دپای ټکی کېږدئ.
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments