په کلدارو راکړه ورکړه شرم دی

comments 0

734 Views

هندوکش – پکتیا: په یو شمېر ولایتونو کې د پاکستانۍ روپيه چلند د شرم وړ بلل شوي .
پکتیا والي وایي ، چې سرله ننه مرکز ګردیز او ولسوالیو کې په کلدارو پیر او پلور بند دی او خلک باید راکړه ورکړه په افغانیو تر سره کړي .
شمیم کټوازی وایي ، خلک لس ورځې وخت لري څو ټوله راکړه ورکړه په افغانیو کړي او له هغه وروسته که چا په کلدارو پیراو پلور تر سره کړ امنیتي ځواکونه به یې ونیسي .
په افغانیو د پیراو پلور دودولو کمیسیون هم ډاډ ورکوي چې نرخونه به د ښاروالۍ له لوري کنټرولیږي او چاته اجازه نه ورکوي چې دغه بهیر له ستونزو سره مخامخ کړي .
عمران احمدزۍ

Share this page to Telegram

Comments