په کاپیسا کې د وسلو قاچاق په تور دوه کسانه ونیول شول

comments 0

0 Views

هندوکش – کاپیسا: د کورنیو چارو وزات نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې کاپیسا ولایت کې د ۲۵ میله بېلا بېلو وسلو د قاچاق په تور دوه تنه نیولي دۍ.
خبرپاڼه کې ویل شوي دغه کسان د کشفي او اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې د کاپيسا په مرکز کې نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دغه کسانو ۲۰ میله تومانچې او پنځه میله نورې ډول ډول وسلې، چې په یوه موټر کې یې ځای کړې وې له تګاب ولسوالۍ د کاپیسا مرکز ته لېږدولې، چې د پولیسو له خوا ونیول شول.
کورنیو چارو وزارت وايي، نیول شوي وسلې او کسان دا مهال له پولیسو سره دي او له قاچاق کوونکو پلټنې روانې دي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments