په کاپیسا کې درې غیره مسووله وسله وال نیول شوي دي

comments 0

934 Views

هندوکش – کابل: د کورنیو چارو خبر له مخې،تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کاپیسا ولایت په حصې دوم ولسوالۍ کې درې غیرمسووله وسله وال نیولي دي.
خبر زیاتوي چې، له یادو کسانو څخه دوه میله کلاشینکوفونه، یو میل تفنګچه، یو میل آرپیکا، یو لاسي بمب، یوه مخابره او پنځه عدده شاجورونه د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د یادونې ده چې د نامسووله وسله والو یو غړی له امنیتي ځواکونو سره د نښتې په لړ کې وژل شوی او درې نور یې ژوندي نیولي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments