په کاپیسا ولایت کې ۱۲وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

16225 Views

هندوکش – کاپیسا: دکاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو په عملیاتو کې ۷ تنه وسلوال طالبان وژ ل شوي او ۵تنه نور ټپيان دي.
د۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي وايي، چې نوموړي عملیات دافغان ځانګړو ځواکونو له خوا دنجراب ولسوالۍ په نظام خیلواو حاجیانو کلي ترسره شوي دي، چې په ترڅ کې ۱۲ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
نوموړي زیاتوي،چې په نوموړوعملیاتو کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې .
نجیبه سروري

Share this page to Telegram

Comments