په کاپيسا کې د طالبانو يو مهم پټنځای په نښه شوی درنه مرګ ژوبله لري

comments 0

0 Views

هندوکش ـ محمودراقي: په کاپيسا کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو د هوايي کنډک له لوري په موخه ایز برید کې ۳۵ طالبان وژل شوي دي.

ياد بريد چې پرون شپه په تګاب ولسوالۍ کې شوی دی د طالبانو يو مهم پټنځای پکې تر هدف لاندې راغلی دی.

په دې بريد کې د طالبانو خپل سری ولسوال قاري احسان الله هم وژل شوی دی.

ياده دې وي چې په دې پټنځای کې له وژل شویو طالبانو سره څو پاکستانيان هم هلاک شوي دي.

تر دې دمه طالب ترهګرو په دې تړاو څه نه دي ويلي.

د ۲۰۱ سيلاب قول اردو رسنیزې برخې هندوکش ته وويل چې په دې پټنځای کې يو زيات شمېر طالبان تر روزنې لاندې وو.

دوی وايي چې په دې بريد کې د طالبانو يوه زياته اندازه وسلې، مهمات او ځينې نور وسایل هم له منځه وړل شوي دي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *