په کابل کې ۴۰ کیلو ګرامه چرس ونیول شول

comments 0

32 Views

هندوکش ـ کابل: د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فرامرز فردوس وايي، چې د خیرخانې کوتل په سیمه کې یې څلوېښت کیلوګرامه چرس هغه مهال ونیول چې د هېواد له شمال څخه یې په یوه موټر کې کابل ته قاچاق کول.
د دې موادو د قاچاقو په تور موټر چلوونکی نیول شوی او له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.
د یادونې وړ ده چې امنیتي ادارو په تېره یوه اوونۍ کې د نشه يي موادو ۲۸ تورن کسان نیولي او له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ ته يې معرفي کړي دي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments