په کابل کې ۲۶ تنه د جنايي جرمونو په تور نیول شوي

comments 0

4 Views

هندوکش ـ کابل: کابل له مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوي اعلامیه کې راغلي، چې د کابل د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د تېرو ۷۲ ساعتونو په لړ کې د څو بېلو اوپراتیفي عملیاتو په پایله کې ۲۶ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
اعلامیه وايي، چې نوموړي کسان د کابل ښار د دویمې، څلورمې، پنځمې، شپږمې، لسمې، دولسمې، شپاړلسمې او اولسمې ناحیو او همدارنګه د قره باغ او ده سبز ولسوالیو په اړوند سیمو کې د قتل، وسله والو غلاو، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، د جعلي پیسو د ترویج، د وسایطو د پلېټ نمبرونو د غلا، د نشه يي توکو د قاچاق، د عامه امن او نظم د اخلال، ژوبلې او د موبایل د چپاول په تړاو نیول شوي دي.
اعلامیه زیاتوي، چې له نیول شویو کسانو څخه ۱۴ کیلوګرامه چرس، دوه میله وسلې، یو عراده کرولا ډوله موټر، یوه قبضه برچه او د غلا شویو موټرو درې قابه نمبر پلېټونه هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments