په کابل کې ۱۷ زره نشه کوونکي تابلیت نیول شوي

comments 0

13 Views

هندوکش ـ کابل: کورنیو چار وزارت وايي، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل ښار په پلچرخي سیمه کې ځينې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د نشه کوونکو تابلېتونو ډک موټر کشف او د یادو توکو له پلور څخه مخنیوی کړی دی.
وزارت زیاتوي، چې په دې موټر کې څه باندې ۱۷ زره قرصه نشه کوونکي تابلېتونه ځای پر ځای شوي وو او د پلور په پار کابل ښار ته قاچاق کېدل.
پولیسو د دې قضیې په تړاو دوه تنه نیولي دي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments