په کابل کې ۱۰ تنه د جنايي جرمونو په تور ونیول شول

comments 0

4 Views

هندوکش ـ کابل: د کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د جنايي جرمونو په تړاو ۱۰ تنه مجرمین نیولي دي.
دغه مجرمین د شنبې د لړم ۳ مه د څو اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه مجرمین د کابل ښار د لومړۍ، درېیمې او نهمې ناحیو او همدارنګه د بګرامي او چهاراسیاب ولسوالیو په اړوند سیمو کې نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي، یادو کسانو په دغه سیمو کې د وسلوالو غلاو، وژنو، غیرقانوني وسلو د لېږدونې، د موبایل د غلا، شکونې کې لاس درلود او د څارنوالۍ د قرار پر بنسټ تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت وايي، له نیول شویو کسانو څخه یو میل وسله هم د پولیسو لاسته ورغلې ده.
دغه وزارت ټینګار کوي، چې د ملي پولیسو منسوبینو د “امنیتي میثاق” د طرحې پر بنسټ د مجرمینو د نیولو لپاره خپل عملیات چټک کړي او د دې برنامې د تطبیق په برخه کې به چې موخه یې د ښاریانو د امنیت غوره ټینګښت دی، له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments