په کابل کې چاودنې دیني عالمانو او عامو خلکو په کلکه غندلې دي

comments 0

2846 Views

هندوکش – کابل: په کابل کې تیرو ورځو پرله پسې دریو چاودنو تر ۵۰ زیاتو ملکي کسانو، ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې.
د کندهار اوسېدونکي او دیني عالمان وایي، وسله والو طالبان د ملکي کسانو په وژلو سره دا څرګندوي چې دوی سولې ته لېوالتیا نه لري او د افغانانو د ژوند پروا ورسره نشته.
یو تن ديني عالم شامحمد وايي، چې د بې ګناه انسانانو وژل په هیڅ دین سره نه روا کیږي خو وسله وال طالبان ماین چاودني او ځانمرګي بریدونه یوازي د دې لپاره کوي چې په افغانستان کې کړکېچ زیات شي.
خلک وایي، دغه ډول بریدونه لکه نن چې په کابل او ننګرهار کې ترسره شوي د هغه کسانو له خوا تر سره کیږي چې غواړي په افغانستان کي ګډوډي او جګړو ته دوام ورکړي.
دغه راز د کندهار یو اوسېدونکی محمد یار وایي، چې وسله وال طالبان پر خپله هغه ژمنه ونه درېدل چې د ملکي مرګ ژوبلي د مخنیوي په موخه یې په قطر کي کړې وه.
دی وايي، وسله وال طالبان یوازي غواړي خپلي موخې تر لاسه کړي او نور د افغانانو ژوند ورته ارزښت نه لري.
وسله والو طالبانو له دې وړاندي په کندهار او ځینو نورو ولایتونو کې د خپلو بریدونو او بمي چاودنو په ترڅ کې لسګونه بې ګناه افغان وژلي وو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments