په کابل کې وسله وال برید دوو امریکایانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

729 Views

هندوکش – کابل: په کابل کې د ناتو ماموریت له رسنیز دفتر نه په خبرپاڼه کې راغلي چې کابل کې په یو وسله وال برید کې دوو امریکایي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د راپورونو له مخې په کابل کې په یو وسله وال برید کې یو امریکایي عسکر وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
تر اوسه د پېښې دقیق ځای او څرنګوالی نه دی په ډاګه شوی.
د برید پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستې او امریکایي ځواکونو هم تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments