په کابل کې له دوه خونړیو بریدونه څخه مخنیوی تر سره شو

comments 0

10 Views

هندوکش ـ کابل: کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي، چې د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د کابل ښار د پنځمې ناحیې په اړوند کوټې‌ سنګي سیمه او د پغمان ولسوالۍ په قلعه حیدرخان سیمه کې د دوه کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
وزارت زیاتوي، چې ترهګرو یاد ماینونه د سړک پر غاړو د ملکي مرګ ژوبلې په موخه ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا پر وخت کشف او شنډ شوي دي.
وزارت زیاته کړه، چې پدې ماینونه کشف سره له ګڼو ملکي مرګ ژوبلې څخه مخنیوی وشو او طالبانو غوښتل چې یادو ماینونه سره بې ګناء افغانان په وینو ولمبوي او مرګ ژوبله ورته واړوي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments