په کابل کې د یو خونړي برید مخه ونېول شوه

comments 0

6 Views

هندوکش ـ کابل: کورنیو چارو وزارت وایي، چې په کابل کې یې وړمه ورځ له غرمې وروسته د یو موټربم چاودنې مخه نیولې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، د کابل د دروازو د کنډک پولیسو د یو کرولا ډوله موټر چې له چاودېدونکو توکو بار و او غوښتل یې کابل ښار کې ورته چاودنه ورکړي مخه نیولې ده.
نوموړی وایي، پولیسو په دغه موټر کې ټول چاودېدونکي توکي خنثی کړي او د دې قضیې په تړاو یې درې تنه نیولي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments