په کابل کې د چاودیدونکو توکو ډک موټر ونیول شو

comments 0

11 Views

هندوکش ـ کابل: د کورنیو چارو وزارت څخه خپره شوي اعلامیه کې ویل شوي، چې د جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو تېره شپه د کابل ښار په نهمه امنیتي حوزه کې د کشفي راپور په اساس عملیات تر سره کړي چې په ترڅ کې یې د چاودیدونکو توکو ډک بار وړونکي موټر کشف او نیول شوي دی.
اعلامیه وايي، چې په ضبط شوې واسطه “مازدا” ډوله ده، چې نږدې ۴۰۰۰ زره کیلوګرامه چاودېدونکي توکي د “سودیم نایترېت” له ډوله په کې بار شوي وو او پولیسو د کشفي معلوماتو پر بنسټ د نهمې ناحیې په اړوند پلچرخي عمومي سړک کې کشف او ترلاسه کړې ده.
اعلامیه زیاتوي، چې دا مواد په چاودېدونکو توکو کې استفاده کېږي او ترهګر له دې توکو څخه د ماینونو او چاودېدونکو توکو په جوړولو کې ګټه اخلي.
د دې موټر په نیول کيدو سره د ګڼو ملکي مرګ ژوبلې مخه ونېول شوې ده.
پولیسو د دې قضیې په تړاو د یاد موټر چلوونکی نیولی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments