په کابل کې د نشه يي توکو څلور لوی قاچاق کوونکي ونیول شول

comments 0

201 Views

کورنیو چارو وزارت وایي، د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو پلازمېنه کابل کې د نشه يي توکو څلور تنه لوی قاچاق کوونکي نیولي دي.
د خبر له مخې وزارت نن شنبې د تلې ۲۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه قاچاق کوونکي د کابل حامد کرزي د هوايي ډګر او ښار د اتمې ناحیې له اړوند سیمې څخه نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې له دغه ډلې څخه درې تنه یې د کرزي د نړیوال هوایي ډګر او یو تن هم د ښار د اتمې ناحیې سیمې څخه نیول شوی دی.
خبرپاڼه وايي، دغه درې تنه قاچاق کوونکو غوښتل ۷۹ کیلوګرامه هېروئین چې په کالیو کې یې ځای کړي و غوښتل له هېواد څخه بهر ولېږدوي، چې د پولیسو لخوا ونیول شول.
د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، څلورم کس چې د دې درې کسانو همکار و، د کابل ښار د کارته نو سیمه کې د یوه کور څخه نیول شوی دی.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments