په کابل کې د مقناطیسي ماینونو ډيپو چې په هدفي وژنو کې ترې ګټه اخېسته کشف او ونېول شوه

comments 0

3 Views

هندوکش ـ کابل: د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو تېره ورځ په کابل کې پر یوه استوګنیز کور ځينې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د هدفي وژنو د سازماندهي يو پټنځای کشف او ترلاسه کړی دی.
له یاد پټنځای څخه ۴۸ میله قلمي ډوله وسلې، ۱۴ کړۍ مقناطیسي ماینونه او ۸۵۰ مېتره ثانیه سوځوونکې فلیتې ترلاسه شوې دي.
ترهګرو غوښتل له دې جنګي وسایلو څخه په کابل ښار کې په يو لړ پېچلو هدفي وژنو کې استفاده وکړي.
د دې پټنځای په کشف سره په کابل کې له ګڼو هدفي وژنو مخنیوی شوی دی.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments