په کابل کې د غلو یوې ډلې مشر ونیول شو

comments 0

99 Views

هندوکش ـ کابل: پولیس وایي، پلازمېنه کابل کې یې د امر طوفان په نوم هغه کس نیولی، چې د وسلوالو غلو د یوې ډلې مشري یې کوله.
امر طوفاع د کابل ښار د ۱۶ مې امنیتي حوزې اړوند سیمو کې له یو شمېر وسلو سره نیول شوی دی.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، د غلو دغه مشر د پولیسو په یو لړ هدفي عملیاتو کې نیول شوی دی.
د هغه په وینا، امر طوفان د وسلوالو غلاوو، انسان تښتونې او باج اخیستنو په تور د پولیسو تر تعقیب لاندې و، چې ونیول شو.
د غلو دغه مشر پر داسې مهال نیول کېږي، چې پرون د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح خبر ورکړ، چې د غلو او جنایت کارانو نوملړ به ډېر ژر له خلکو سره شریک کړي.
د ښاغلي صالح په وینا، په دې وروستیو کې چې امنیتي ځواکونو د غلو او جنایت کارانو ضد کوم عملیات پیل کړي، ورسره سم په ښار کې د جنايي پېښو ګراف ټيټ شوی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments