په کابل کې د شیخ خلیفه بن زاید ښارګوټې پرانیستل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: یاد ښار ګوټې د اماراتو د مالي مرستو د پراختيايي صندوق په ۱۵۰ میلیون ډالرو پرانیستل شوې چې تر دوو کلونو وروسته خلکو ته وسپارل شو.
ولسمشر غني د پرانیست غوڼدې پر مهال وویل د کورونو جوړېدل د حکومت مهمه موخه ده او، افغان حکومت هڅه کوي چې د اماراتو خصوصي سکتور د افغانستان له خصوصي سکتور سره په ګډه کار وکړي.
د ابتدایي معلوماتو له مخې، د کابل ښار د قصبې په سيمه کې د شېخ خليفه بن زايد آل نهيان د استوګنې ښار ګوټی(د اماراتو ښار ګوټی) ۳۳۳۰ د استوګنې اپارتمانونه لري، د جوړولو کار يې په۱۳۹۲ کال کې د عربي متحده اماراتو ابوظبۍ د مالي مرستو د پراختيايي صندوق په مالي مرسته پيل شوی و.
ویل کیږي چې د شوي ښار ګوټي کورونه د دولت ټيټ پوړو کار کوونکو ته په کمه بيه ورکول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې کار کوونکي بايد د دغو اپارتمانونو بيې د شلو کلونو په اوږدو کې په شلو قسطونو کې ورکړي او هغه کسان چې د څلورو قسطونو پيسې يې ورکړې دي، کولی شي چې د خپل ساختمان کلي ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې عربي متحده ایالاتو تردې وړاندې هم معلولینو ته یوه ښار ګوتې جوړ کړې وو چې د لور رتبه چارواکو په آنډ ګټور ثابت شوې وو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments