په کابل کې د رګبي لوبې پیل شوې

comments 0

6 Views

هندوکش ـ کابل: د افغانستان د رګبي فدراسیون رئیس حارث رحماني وویل، چې په یادو سیالیو کې دوه لوبډلې له کابل او پاتې نورې له لغمان، غزني، پنجشیر، کاپیسا، پروان او بامیانو دي.
ښاغلی رحماني وايي، یادې سیالۍ د افغانستان د رګبي ملي لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو د پېژندلو په هدف ترسره کېږې.
د نوموړي په وینا، چې دغه سیالۍ د ۴ ورځو لپاره روانې وې چې له منځه يې ۳۰ لوبغاړي د رګبي ملي لوبډلې لپاره غوره شول.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments