په کابل کې د جنايي جرمونو په تور ۱۰ کسان ونیول شول

comments 0

45 Views

هندوکش ـ کابل: د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د تېرو ۴۸ ساعتونو په لړ کې د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاد کسان د کابل ښار د پنځمې، شپږمې، اوومې، اتمې، نهمې، لسمې، یوولسمې او نولسمې ناحیو په اړوند سیمو کې د وژنې، وسلوالو غلاوو، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، د وسایطو د پلېټ نمبرونو د غلا، لواطت او شکونې په تړاو او همدارنګه د څارنوالۍ د قرار له مخې تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
د خبرپاڼې په حواله، له نیول شویو کسانو څخه څلور میله تفنګچې هم ترلاسه شوې دي.
پوليسو داسې مهال دغه کسان نيولي چې په وروستيو کې کابل کې له جنايي جرمونو او غلاوو د خلکو شکايتونه ډېر شوي دي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments