په کابل کې جمهوريت روغتون ته څيرنه ځانمرګی بريد

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کابل: په کابل کې نن د يوې نيمې بجې په شا اوخوا کې د کورنیو چارو وزارت د پخوانۍ ودانۍ سره نيږدې د جمهوریت روغتون په مخ کې ځانمرګی برید شوی دی.

په بريد کې تر دې دمه پنځه تنه بې ګناه ملکي هیوادوال شهيدان شوي او شل تنه نور چې هټۍ وال، پر لاره روان او مراجعين وو ټپيان شوي دي.

امنيتي سرچينو هم په کابل کې ددې برید پخلی کړی دی.

بلخوا طالب ترهګرو د دې بريد مسولیت پر غاړه اخيستی دی.

د روغتون مسولینو هندوکش ته ويلي دي چې په دې بريد کې سل ملکي وګړي او د ناروغانو پايوازان چې ډوډۍ ته را وتلي وو ټپيان شوي دي.

ویل کیږی د لسو تنو ټپيانو روغتيايي وضعيت د انديښنې وړ دی.

باید وويل چې طالب ترهګرو په وروستیو کې پر ملکي سیمو بریدونه ډير کړي دي او تر ډيره يي قربانیان ملکي وګړي.

پرون په غزني کې د طالبانو په راکټي بريد کې پنځه تنه بې ګناه هیوادوال شهیدان شول او ماښام مهال په کندهار کې په يو ځانمرګي بريد کې يو پولیس شهید شو او شل تنه ملکي وګړي چې د چکر لپاره راوتلي وو ټپيان شوي دي.

نور بيا…………

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *