په کابل ښار کې د میلادالنبي پر غونډه د ترهګریز برید په اړه د افغانستان د متحدو علماود شورا اعلامیه!

comments 0

0 Views

به اسم رب الشهدأ
د افغانستان د متحدو علماود شورا اعلامیه!
(وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًاعَظِيمًا)نساء سوره،۹۳آيت.
متدیـــــــنوهېــــــوادوالـــــو!
د اسلام او انسانیت دښمنانو یو ځل بیا زمونږ د مظلومو او متدینو هیوادوالو پر وړاندې خپله شیطاني او له کرکې ډګه څیره نندارې ته وراندې کړه او یو ځل بیایی په کابل ښار کې د اسلام ستر پیامبر حضرت محمدمصطفی(ص) د میلاد پر غونډه چې د ګن شمیر دیني علماو لخوا په اورانوس هوتل کې جوړه شوي وه، ځانمرګي برید تر سره کړ، چې په ترڅ کې د دیني علماو په ګډون زمونږ په لسګونه تنه مظلوم او بې ګناه هیوادوال شهیدان او ټپیان شول، چې د ترهګرو ډلو دغه غیر اسلامی او غیر انسانی عمل یو ځل بیا د دغو تور زړو دښمنانو اسلامی او انسانی ماهیت او له دښمنۍ ډګه څیره زمونږ د ولس پر وړانډې په ډاګه کړه، ځکه چې د میلادالنبی پر غونډه برید اسلام سره ښکاره دښمني او د اسلام او شریعت د دښمنانو کار دی، او له بلې خوا دغه شان بریدونه د دې ښکارندوي کوي چې دغه جګړه د اسلام او افغانستان مظلوم ملت پر وړاندې یوه جګړه ده او دغه ډول بریدونه په اسلام کې هیڅ ډول توجیح نلري، نو په دغو غمجنو پیښو او شیبو کې په داسې حال کې چې د دغې پیښي شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته یې د سملاسي روغتیا هیله کوو او له الله تعالی څخه د دغې درد ناکۍ او خونړۍ پیښي عاملینو ته د آبدی جهنم غوښتنه کوو، چې انشاالله د قرآن او احادیثو په رڼا کې د دغو انسان وژونکو ډلو ځای به دوزخ هم وي. څنګه چې الله تعالی فرمایلي: وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِناً مُتَعَمِّداً فَجَزاؤُهُ جَهَنَّمُ خالِداً فيها وَ غَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَ لَعَنَهُ وَ أَعَدَّ لَهُ عَذاباً عَظيماً نساء/۶۳.
خو له بده مرغه چې د طالب او داعش تر نامه لاندې ترهګریزی کړۍ تل دغه شان ناخوالی او کرغیړنی پیښی زمونږ د ولس پر وړاندې ترسره کړی او د افغانانو په وژلو یې خپل باداران خوشحاله کړي ، افسوس پداسی افغان چې د پردیو اهدافو په خاطر له مظلومو افغانانو نه قربانی اخلی او بیا د جهاد نوم ورکوی حال داچې د اسلام مقدس دین هیچاته اجازه نه ورکوي ترڅو د یو بیګناه او بی دفاع انسان ژوند ته زیان ورسوی. ولی بد بختانه چې دغو ترهګرو ډلو ته د یو انسان ژوند اصلاْ هیڅ راز اهمیت نلری ، نو له دې امله دا خپل دینی مسوولیت بولو ترڅو افغان ولس د دغي اسلام دښمنه کړیو په ماهیت خبر او هغوی وپوهوو چې داعش او طالب هغه افراطي ډلي دي چې د اسلام د بدنامولو په موخه فعالیت کوي اعمال او کړنلاره یې اسلامي دساتیرو سره هیڅ راز تړاو نلري بلکې په ټکر کې دي، نو لازمه ده چې د دغو انسان وژونکو ډلو د کړنو د مخنیوي او ځپلو لپاره د خپل ځان او ولس د خلاصون په موخه له خپلو امنیتي ځواکونو سره مرسته او ملاتړ وکړو.
د افغانستان د متحدو علماو شورا د اسلام او انسانیت د دښمنانو دغه ډول ترهګریزی کړني د اسلام ضد عمل بولی او په څرګنده توګه اعلانوي چې د دغه شان کړنو عاملین به د الله جل جلاله د حکم پر بنست د جهنم په سرو لمبو کې سوزیږی او ابدالابد به په جهنم کی اوسیږی او د افغانستان شریف ولس ته ډاډ ورکوو چې د الله جل جلاله د ژمني مطابق ، حق تل بریالی دی او انشالله ترهګر به زر ترزره له منځه ځي او له خدای (ج) نه خواست کوو نور مو په ګران هیواد افغانستان کې یوه سراسری سوله او ثبات قایم او نور د جګړي او انتحار له شر نه مو مظلوم او ګړیدلي ولس ته خلاصون ورکړي، آمین.

Share this page to Telegram

Comments