په ښوونیزو مراکز باندې بریدونه د الهي اوامرو نه ښکاره سرغړونه ده / سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

ښوونیز مراکز او ښوونځي هغه ځایونه دي چې هلته انسان یوسترنعمت (علم ) ترلاسه کوي اودهغي په رڼا کې کولای شي خپل خدای (ج)، پیغمبر او اسلام له ټولواوصافوسره په ښه توګه وپیژني نوکله چې یوانسان دالله (ج) او اسلام په اړه پوره مالومات ترلاسه کړل نود هغه په رڼا کې بیا کولای شي حق اوبا طل په ښه شان سره بیل کړي . پوهه (علم ) هغه الهي نعمت دی چې په لاسته راوړنی سره یي انسان کولای شی خپلی ټاکلي موخي ته په ښي وجي ورسیږي لکه څنګه چې حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم پدي هکله فرمایلي دي ( له زانګو تر ګوره علم زده کړه ) په خواشینۍ سره چې دهیواد اوولس دښمنانو زموږ د اسلام خلاف او د سترپیشوا حضرت محمد(ص) دلارښووني خلاف او د خپلو بادارانو د خوشحالتیا په خاطر په ښوونیزو مراکز باندې ترهګریز بریدونه تر سره کوي، د هیواد په ځینوسیموکې د ښوونځیو د بندیدو ګواښونه کړي او زمونږ د ځوانانو او ماشومانو پر مخ یې په لسګونو ښوونځي بند کړی او یا هم سوځول شوي دي، ښوونکي، زده کوونکي حتي چې د ښوونځیو ملازمان په شهادت رسوي، چې ښې بیلګې یې په دې وروستیو ورځو کې په ننګرهار ښار کې د ښووني پر ښاري مدیریت بانډې ډلیز برید چې په پایله کې لسګونه تنه زمونږ مظلوم او بې ګناه هیواد وال شهیدان او ټپیان شول، همدا رنګه په خوګیانیو ولسوالی کې د یو ښوونځي(۳) تنه ملازمان شهیدان او د ښوونځي کتابتون ته یې هم اور اچولی وو، تیره ورځ یې د لوګر ولایت په پل علم سیمه کې یو ښوونځی سوځولی او په لسګونو نور ښوونځی یې د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د زده کوونکو پر وړانډې تړلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده د مخه ترهګر ډلو او د ښوونې او روزنې دښمنانو په ننګرهار او لوګر ولایتونو کې چارواکي او عوام ولس ګواښلي ول تر څو په یادو ولایتونو کې ښوونځي بند کړي، چې د ترهګرو ډلو دغه کړني له اسلامي ارشاداتو سره ښکاره دښمني او زمونږ د راتلوونکي نسل پر وړانډې ستره جفا ده چې د دوي لخوا د خپلو بهرنیو بادارانو د اهدافو تر لاسه کولو په موخه تر سره کیږي.
له یاده ونه باسوچې د طالب او داعش ترهګرو ډلو د پردیو د موخود ترلاسه کولوپه خاطر زموږ پرهیواد اوهیوادوالو هیڅ رازناخوالي نه دي سپمولي اوهمیشه یی هڅه کړي ترڅوله هري شوني لاري چې وي زموږ ولس له ستونزواوکړاونوسره مخ کړي اواوس پدي هڅه کې دي ترڅود دی هیواد بچیان چې د یوي ټولنی د راتلونکي او پراختیا یوازینی لامل ګڼل ګیږي اودعلم په ترلاسه کولوسره کولای شي دهیواد اوولس له پاره په ښه توګه دخدمت جوګه شي ولی دغه ترهګري ډلی چې موخه یي دافغانستان تباهی اوبربادي ده د دغه سترنعمت(علم ) دترلاسه کول پر وړاندی خنډ ګرځي اوزموږ دتنکیوماشومانونه بدله اخلی خوزموږ هیوادوال پدي حقیقت پوره پوهیدلي چې د دوی دښمنان (طالب او داعش) دخپلوناوړه موخودترلاسه کولو له پاره دافغانانوپروړاندي هیڅ رازظلم اوستم نه سپموي . نوپدي اړوند دافغانستان اسلامی دولت باید دهیواد په ګوډ ګوډ کې دزده کوونکودامنیت دټینګښت په خاطر ګوټلی ګامونه اوچت کړي . دعلم اوزده کړي ددښمنانوپروړاندي په جدی توګه مبارزه وکړي ترڅودهیواد ټول وګړي دپوهي له سترنعمت څخه برخمن شي

Share this page to Telegram

Comments