په چین کې له کورونا وایرس څخه لږ تر لږه ۴۱ کسان مړه شوي

comments 0

7 Views

هندوکش ــ چین: د چین په ووهان سیمه کې د یو وایرس له وجې د مړو او له دې د متاثره شوو کسانو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی.
د چین چارواکو د جنورۍ پر ۲۵مه ویلي چې د دې وایرس له وجې په ۲۹ صوبو کې ۴۱ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۲۸۷ ته دا وایرس لګېدلی دی.
د دوي په وینا په متاثره شوو کې د ۲۳۷ کسانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
تر اوسه د د دې وایرس له وجې له چین هیواده بهر کوم مړی نه دی رپورټ شوی خو د فرانس چارواکي وايي چې درې کسان یې د دې وایرس له امله ناروغه شوي دي.
د دې وایرس په لومړي ځل په اروپا کې تصدیق شوی. دغسې د امریکا په سیياټیل او شیکاګو کې هم دوه تنه دې وایرس وهلي چې د راپورنو له مخې دا دواړه کسان دې ورستیو کې له چین څخه ستانه شوي وو.
د جنورۍ پر ۲۵مه د اسټریلیا روغتیا چارواکو هم په یو کس کې د دې وایرس تصدیق کړی او وايي چې دا کس څه باندې ۵۰ کلن چینايي دی.
توریالی سحر

Share this page to Telegram

Comments