په پکتیکا کې ۸ تنه طالبان ژوندي نیول شوي دي

comments 0

3188 Views

هندوکش – پکتیکا: په پکتیکا کې د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې ۸ تنه طالبان چې د پاکستان هیواد په کوټه ښار کې روزل شوي وو په پکتیکا کې ژوندي نیول شوي دي.
د پکتیکا امنیتي مسؤلین وایي د بېلابېلو عملیاتو پر مهال یې د پکتیکا ولایت په بېلا بېلو سیمو کې اته تنه طالبان ژوندي نیولي چې له پوښتنو او کروېږنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي څو قانوني چلند ورسره وشي.
چارواکي زیاتوي چې له نیول شوو کسانو سره یې چسپکي ماینونه هم نیولي چې دوی ورڅخه د خلکو په مرګ ژوبله کې استفاده کوي.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments