په پکتیکا کې ماین چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ کسان ټپیان کړل

comments 0

112 Views

هندوکش ـ پکتیکا: د پکتیکا امنیه قومندانۍ ویاند شامحمد ارین ویلي، ټپيانو کې یوازې یو نارینه، او نور ټول ښځې او ماشومان دي چې د ۷ تنو روغتیایي حالت یې نازک ښودل شوی دی.
هغه زیاته کړه: “د کوچیانو یو واده و، ترکتور کې ناوې، زنانه او نارینه سپاره وو، دغه تراکتور پر ماین برابر شوی چې شل تنه په کې ټپیان شوي دي.”
ټپیان د پکتیکا په روغتون کې تر درملنې لاندې دي، خو تر بېګا ناوخته معلومه نه شوه چې ټپیانو کې زوم او ناوې هم شامل دي او که نه.
د پکتیکا ځایي چارواکي وایي، دغه ماین د طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی و، دوی وايي، چې له طالبانو د سولې خبرې روانې دي بلخوا طالبان دا ډول بریدونه کوي، دوی زیاته کړه، چې که چېرې طالبان په روښتیا سره سولې ته ژمن وي او غواړي چې سوله وکړي نو د ولس غوښتنو ته د درناوی او اوربند د وکړي، چې په هېواد کې تلپاتې سولې لپاره زمینه برابره شي، دا يوځل ندي چې طالبان دا ډول جنایتونه تر سره کوي په کراتو کراتو دا ډول ماینونه طالبان په عامه لار کې ځای پر ځای کړي دي او چې ملکي کسان په دغو لار تګ راتګ کوي ماینونه پسې الوځي او مرګ ژوبله ورته اوړي، بلخوا ځايي اوسیدونکي هم طالبانو د سولې او اوربند غوښتنه کوي دوی وايي، چې که طالبان اوربند ونه کړي د سولې خبرې له خنډ سره مخ کیدای شي.
طالبانو تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي.
عمران احمدزی

Share this page to Telegram

Comments